دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / کیدایشي طالبان د “ای ایس ای” په همکاري کابل محاصره کړي

کیدایشي طالبان د “ای ایس ای” په همکاري کابل محاصره کړي

د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، کېدای شي راتلونکی ژمی وسله وال طالبان د ای ايس ای په مستقيمه همکارۍ د پاړه چنار او د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ له لارې، د سولې په مذاکراتو کې د لاس لرلو په منظور کابل هم محاصره کړي. نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي چې طالبان به دغه راز د هغه سیمو نيول خپل هدف وکرځوي، چې څلورو ولايتونو ته به د جګړې ستراتيژيک موقعيت پرې تر لاسه کړي، چې يوه سيمه به يې د لوګر د ازرې ولسوالي وي چې طالبان به یې ژر د نیولو هڅه وکړي. نبيل په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې طالبانو او امریکایانو څو ځله په پټه خپلو منځو کې سره کتلي او د اوربند په ګډون یې پر یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *