یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ګلبدین حکمتیار د طالبانو د مشر مولوي هبت الله سره په تماس کې دی

ګلبدین حکمتیار د طالبانو د مشر مولوي هبت الله سره په تماس کې دی

د حزب اسلامي مشر ګلبدین وایي دی د سولې په هکله د طالبانو له مشر مولوي هبت الله اخندزاده سره په تماس کې دی.
نوموړی د نیویارک ټایمز له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې وسله وال طالبان دې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د هغه په شان د افغانستان په سیاست کې خپل نفوذ ټینګه کړي.
د ښاغلي حکمتیار په وینا، دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره په هلو ځلو بوخت دی او د طالبانو مشر له مولوي هبت الله اخندزاده سره مکرره توګه په تماس کې دی.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د حزب اسلامي مشر له طالبانو سره د سولې هدف ته د رسېدو په موخه د افغانستان په ځېنو برخو کې د طالبانو پر خپلواکي ټینګار کوي.
ښاغلي حکمتیار نیویارک ټایمز ویلي، چې نوموړی په دې اړه له ولسمشر غني سره هم غږیدلی دی او ادعا کوي چې ولسمشر غني هم له دغه نظر سره موافق دی.
نوموړی د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن په اړه وویل، چې هغه له ۲۰۰۱ میلادي راهیسې د القاعده له شبکې سره په تماس کې نه دی.
د حزب اسلامي مشر وایي، اسامه بن اسلام دین ته ژمن و خو هغه ټینګار کوي چې دی د القاعده له پخواني مشر سره وروسته له هغه خپل اړیکې پرې کړه چې اسامه بن لادن نړیوال جهاد خپل په توګه وټاکه.

سرچینه: خامه پریس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: