چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ګلبدین حکمتیار د ډلې مهم غړی نیول شوی دی

ګلبدین حکمتیار د ډلې مهم غړی نیول شوی دی

د حزب اسلامي مرکزى غړی او د کوچيانو رييس حاجي دواجان په کابل کې د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى دى. د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر غړي فضل غني حقمل د حاجي دواجان د نيول کېدو پخلی کړی دی، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي. د دواجان د کورنۍ يو تن غړي چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله وويل، چې هغه شاوخوا څلور ورځې مخکې د کابل د بګراميو له سيمې د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى دى. دا چې نوموړى ولې نيول شوى، سرچينې یې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. حزب اسلامي ته نږدې سرچينې وايي، چې حاجي دواجان د حزب اسلامي مهم غړى دى، هغه د ګوندي فعاليتونو ترڅنګ د سولې په پروسه کې هم مهمه ونډه لري. سرچينه وايي، هغه د پګواش لخوا په ترکيه، قطر او نورو هېوادونو کې د سولې په غونډو او ناستو کې د حزب اسلامي په استازيتوب ګډون کړى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: