چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ګلبدین حکمتیار سرتېري بریدونه روا ګڼي او سپېڅلي یې بولي.

ګلبدین حکمتیار سرتېري بریدونه روا ګڼي او سپېڅلي یې بولي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سرتېري بریدونه روا ګڼي او سپېڅلي یې بولي. نوموړي له اریانا نیوز سره په تازه مرکه کې د نورو خبرو ترڅنګ سرتېري بریدونه هم روا بللي دي. حکمتیار ویلي، په استشهادي بریدونو کې د ملکي خلکو وژل حرام دي؛ خو استشهادي بریدونه سپېڅلي دي. ده د انتحار او استشهاد په اړه وویل، انتحار هغه خلک کوي، چې په ژوند تنګ شوي وي، انتحار حرام دی؛ خو که د استشهادي بریدونه موخه ملکي وګړي نه وي په اسلام کې سپېڅلي دي. د حکمتیار په خبره، هر هغه برید چې بې ګناه او بې وسلې خلک په کې ووژل شي اسلام رد کړي او زه یې په کلکو ټکو غندم. حکمتیار دا ځل داعش د ایران پروژه بللې او افغانستان ته یې راتګ هم د ایران کار بللی دی. د حزب اسلامي مشر افغان امنیتي چارواکي له طالبانو سره په لاس لرلو تورن کړي، چې په امنیتي چارواکو کې طالبان لوړ پوړي کسان لري او جنګلیالي یې تر مهمو ځایونو پورې رسوي. حکمتیار په تازه مرکه کې د ملي یووالي حکومت بشپړ ناکام حکومت بللی او په ټولو چارو کې یې ناکام ګڼلی دی. د حزب اسلامي مشر له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې؛ خو په ټولو بیا منکر شوی و. د داعش په راتګ سره حکمتیار هغه وخت له دې ډلې کلک ملاتړ کړی و او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی و، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې له داعش کلک ملاتړ وکړي؛ خو وروسته یې بیا خپله خبره واخیسته. حزب اسلامي په ۲۰۱۲ کال د سپتمبر میاشت کې په کابل کې د بهرنیانو پر یوه بس سرتېری برید کړی و، چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي وو. د حزب اسلامي له لوري د دغه برید مسوولیت منل شوی و او دغه برید د یې فاطمې په نامه د یوې ښځې له خوا بللی و. حکمتیار تېر کال د ملي یووالي حکومت سره د روغې وروسته کابل ته راغی او تراوسه په کابل کې اوسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: