دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ګوشتې ولسوالۍ کې د فریدون ملیشې د امنیت پر ځای شخصي فتنې کوي

ګوشتې ولسوالۍ کې د فریدون ملیشې د امنیت پر ځای شخصي فتنې کوي

د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي سیمه کې نن ماسپښین د دوه قومي مشرانو تر منځ وسلواله نښته شوي
ټرایبل نیوز د موثقه سرچینې دمالوماتو له مخې یاده نښته نن ماسپښین په دوړخېلو سیمه کې د دوه ورونو محمد جان او انور تر منځ خپل منځي وسلواله نښته شوي ده چې کوم مالي او ځاني تلفات نه لري.

سرچینه زیاتوي چې په یاده نښته کې د فریدون مومند ملېشو هم برخه اخستي وه

د یادونې وړ ده په یاده نښته کې د فریدون مومند دملېشو یو قوماندان چې ایوب نومېږي هم برخه اخستي وه چې د انور نومي یو جګړه کونکي پلوي کوله.

د یادې سیمې څخه یو قومي مشر نوم د نه ښودلو په شرط ټرایبل نیوز ته وویل چې په سیمه کې د فریدون مومند ملېشې د خلکو او د وطن د امنیت ساتلو پر ځای دولتي وسلي د عامو خلکو په شخصي دښمنیو کې کاروي چې دا ډول کړني د فریدون مومند ملېشو لپاره په سیمه کې د امنیت ساتلو لپاره د اندېښنې وړ دي.

باید دا هم وویل شي چې له تېر یو کال راهیسې کله چې د ګوشتې ولسوالۍ ځینې غریزې سیمې د فریدون مومند د ملېشې واک ته لوېدلي، نا امنه دي، د طالبانو د حکومت له ړنګېدو راپه دېخوا شاوخوا شپاړس کاله د ګوشتې ولسوالي د امن کور بلل کېده خو اوس پکې وخت ناوخته شخصي شخړې او امنیتي ستونزې رامنځته کېږي چې لامل یې یوازې او یوازې د فریدون مومند ملېشه ده چې ولسي خلک یې له یو شمېر ستونزو سره مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *