پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ګڼ شمېر ایراني پوځیان تښتول شوي دي

ګڼ شمېر ایراني پوځیان تښتول شوي دي

د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته د ایران په ختیځ کې په سرحدي سیمو کې ناپېژانده وسله والو د ایراني عسکرو پر پوستو بریدونه کړي دي. په دغه بریدونو کې یې د نورو تلفاتو د اړولو تر څنګ ۱۴ ایراني عسکر هم له ځان سره تښتولي دي. ایراني رسنۍ وایي چې تر اوسه کومې ډلې ددغه پېښې مسوولیت نه دی منلی خو په اړه یې پلټنې پيل شوې دي. ایراني حکومت ویلي، ډېر احتمال شته چې دغه کسان به د غیر مسوولو وسله والو له لوري تښتول شوي وي او حکومت یې په اړه پلټنې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *