دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / یمن هېواد کې ۲۹ ماشومان وژل شوي دي

یمن هېواد کې ۲۹ ماشومان وژل شوي دي

یمن کې په یو بس موټر د هوایي برید له امله په لسگونو کسان وژل شوي دي چې پکې ماشومان هم شامل دي. د سره صلیب نړیوالې ادارې او په یمن کې د روغتیا وزیر وایي چې د سدا سیمه کې په یو بس موټر هوایي برید شوی دی. د سره صلیب نړیوالې ادارې په خپل ټویټر لیکلې دي، چې روغتون ته د ٢٩ ماشومانو جسدونه وروړل شوي دي، چې عمرونه یې تر ١٥ کلونو کم دي. روغتون ته ۴٠ تنه زخمیان هم لېږدول شوي چې په هغې کې ٣٠ ماشومان دي. د یادونې وړ ده چې دا یواځې د یو روغتون راپور دی. په دغه برید کې حوثي یاغیان ګرم بلل شوي دي خو هغوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. او دا هم لا معلومه نه ده چې برید چا کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *