جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / یوسفزی:پاکستان کې پښتانه ریاستۍ ترهګرۍ تنګ کړي دي

یوسفزی:پاکستان کې پښتانه ریاستۍ ترهګرۍ تنګ کړي دي

په اسلام اباد کې د فاټا او پښتني سيمو د ځوانانو او مدني او سياسي فعالانو احتجاجي ناسته نن په پينځمه ورځ هم دوام لري.

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې په کراچۍ کې د وزيرستان د يوه ځوان نقيب الله مسود د وژنې په تور ککړ د راو انوار په نوم د پوليسو يو افسر ونيسي او د جنوبي ويرستان له ماينونو څخه د پاکولو ترڅنګ د ورک کړل شويو پښتنو دوسيې هم عدالت ته وړاندې کړي.

دې ناستې ته د یکشنبې ماښام د پاکستان د يوه شخصي ټېليويژن د سياسي پروګرامونو يو نوميالي کوربه حامد مير او د پېښور پر ارمي پبلک سکول د طالبانو د ۲۰۱۴ م کال په بريد کې د يوه وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ايډوکيټ هم ويناوې وکړې.

خبريال حامد مير په خپلو خبرو کې د پاکستان حکومت ملامت کړ چې د راو انوار په نيولو کې يې ناغېړي کړې ده.

((د دې حکومت وزيران دې د درواغو اوښکې نه بهوي. موږ ته دې ووايي چې راو انوار چيرته دی، موږ به يې ونيسو او دوی ته به يې په لاس ورکړو. د حکومت دا چوپتيا موږ ته نوره د منلو وړ نه ده، حکومت بايد له خپلو خلکو سره دوه مخې لوبه و نه کړي.

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناستې ته د پېښور پر ارمي پبلک سکول د طالبانو د ۲۰۱۴ م کال په بريد کې د يوه وژل شوي ماشوم پلار، فضل خان ايډوکيټ هم وينا وکړه.

نوموړي وويل، يو کال وشو چې د دغه خونړي بريد زمه واري اخېستونکی، د پاکستانيو طالبانو د هغه وخت وياند، احسان الله احسان نيول شوی، خو لا هم سزا شوی نه دی.

((موږ ته وويل شول چې دا بريد پاکستانيو طالبانو کړی دی. نو د احسان الله احسان تر نيول کېدو يوه کال وروسته هم ولې هغه په اسلام اباد کې د يوه شاهي مېلمه په توګه ساتل کېږي؟))

د اسلام اباد ناستې ته د حامد مير او فضل خان ايډوکيټ ويناوې پر ټولنيزه ميډيا هم خپرې شوې.

په پېښور کې خبريال او شنونکی رحيم الله يوسفزی وايي، داسې معلومېږي چې پښتانه نور له حالاتو په تنګ راغلي، او ځکه نو د هغو خبرو کولو توان يې موندلی چې مخکې يې نه شوای کولې.

((خلکو ته د يوې موقعې انتظار وو. د هغوی زړه ډک وو او غوښتل يې خپلې خبرې وکړي. په کراچۍ کې د نقيب مسود وژنې زيات خلک په غوسه کړي او هغوی اوس د خپلې غوسې اظهار کوي. دوی هغه خبرې هم کوي چې مخکې به چا نه شوای کولې. د پاکستان رياستي ادارو هم د خلکو غوسه او د هغوی ستونزې درک کړي. زما په فکر دا يوه ښه رويه ده چې خلک د خپلو جذباتو اظهار ته پرېښودل شي، چې لږ تر لږه هغوی مطمين شي. او که داسې نه وه نو د هغوی غوسه به نوره هم سېوا کيږي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: