پنجشنبه , مې 6 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / یوناما: په تېرو دریو میاشتو کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

یوناما: په تېرو دریو میاشتو کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې حکومت مخالف عناصر د ۱۵۰۰ ملکي تلفاتو لامل شوي دي. د یوناما د نوي راپور پر اساس، په تېرو درېو میاشو کې د وسله والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱۱ تنه ملکي وکړي وژل شوي او ۹۸۹ نور ټپیان دي. یوناما وایي، یاد سازمان د ۲۰۱۸ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ مې نیټې پورې یوناما ۲۲۵۸ ملکي تلفات ثبت کړي ۷۶۳ وژل شوي او ۱۴۹۵ ټپیان دي. د راپور پر اساس، پیچلي او ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو مهم لامل پاتې شوی چې دا په ۲۰۱۸ کال کې نوې بڼه ګڼل کیږي. ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو دوهم مهم لامل دی چې ورپسې قصدي او هدفې وژنې، له جګړو پاتې شوي چاودیدونکي توکي او هوایي بریدونه یې نور لاملونه دي. د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي وایي، ماموریت د هوایي بریدونو له امله د رامنځته شوو تلفاتو ۳۵ سلنه نړیوالو پوځي ځواکونو، ۳۵ سلنه یې افغان هوایي ځواکونو او پاتې نور یې نا مشخص حکومت پلوه ځواکونو ته منسوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *