یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / یونسف په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی

یونسف په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی

یونسف په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی. د یونسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړې ډېرې شوې دي، خو په دې وروستۍ اونۍ کې یې کچه خپل اوج ته رسېدلې ده. یونسف لیکي، چې په دې تاوتریخوالو کې تر ډېره ماشومان زیانمن شوي دي او دا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار دی. خبرپاڼه په کابل کې د تېرې ورځې برید ته په اشارې وایي، چې ترهګرو مخامخ پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ او لسګونه ماشومانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. یونسف پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې له جنګي جنایتونو لاس په سر شي او د ملکي وګړو، په تېره ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي. تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې موعود تعلیمي مرکز کې ځانمرګی برید وشو. په برید کې ۴۸ کسان ووژل شول او ۶۷ نور ټپیان شول. د برید قربانیان ټول هغه زده کوونکي دي چې په دغه تعلیمي مرکز کې په زده کړو بوخت وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *