دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / یوه ډله افغانان له جرمني څخه رد شوي او کابل ته رارسېدلي

یوه ډله افغانان له جرمني څخه رد شوي او کابل ته رارسېدلي

يوه ډله افغان پناه غوښتونکي چې په جرمني کې يې د پناه غوښتنې رد شوې وې، د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسېدل.

تر شلو د لږو افغان پناه غوښتونکو دغه ډله په يوه الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول. دوى د جرمني د مونشن په هوايي ډګر کې الوتکې ته خېژول شوي وو.

د دغو پناه غوښتونکو الوتکه د چهارشنبې د سهار پر اتو بجو د کابل پر نړيوال هوايي ډګر کښېناستله.

د جرمني خبري اژانس په حواله، دا د ٢٠١٦میلادي کال له ډیسمبر مياشتې راهيسې د افغان پناه غوښتونکو اوولسمه ډله ده چې له جرمني اخراجېږي.

د افغان پناه غوښتونکو یوه ډله چې جرمني کې رد شوي، کابل ته را لېږل کېږي

اژانس زياتوي، په مخکنيو الوتکو کې ټولټال ٣٦٦ نارينه او ښځې بېرته افغانستان ته ستانه کړاى شوي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

علي مدد ناصري په وروستيو کې له جرمني اخراج شوى، هغه د کابل هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، رويټرز اژانس ته وويل:

“په کور کې بيده وم چې سهار پوليس راغلل او زموږ لاسونه يې وتړل. په بل ښار کې يې توقيف‌ځاى ته بوتلو. يوه ورځ مو هلته تېره کړه. د ټیليفون اجازه يې هم نه راکوله. بيا يې په تړلو لاسونو د فرانفکورت هوايي ډګر ته راوستلو. په دې ډول يې افغانستان ته راوستلو. پرې يې نه ښودولو چې خپل کالي ټول او خپل موبايل يا کمپيوټر راواخلو.”

په جولاى مياشت کې يوه افغان له جرمني څخه تر اخراج وروسته ځان وواژه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *