یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / افغانستان / یوې افغانې نجلۍ د اسیا په کچه د فعالو میرمنو جایزه ګټلې ده

یوې افغانې نجلۍ د اسیا په کچه د فعالو میرمنو جایزه ګټلې ده

یوې افغاني نجلۍ ديبا نيازۍ په هند کې د اسیا د سلو فعالو ښځو له ډلې د فعالې میرمنې جایزه ګټلې ده. نوموړې په هندوستان کې د جایزې د تر لاسه کولو له مراسمو وروسته ویلي، دا جايزه هغو ښځو ته ورکول کيږي چې د نورو ښځو لاسنيوی يې کړی وي او په ټولنيزو فعاليتونو کې يې د ښځو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کړې وي. نيازۍ وايي کله چې يې د ښځو د يوی ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ، څه موده وروسته په دی فکر کې شوه، چې د کليوالو خويندو ستونزو ته په کتو بايد د هغوی لپاره کار وکړي، په همدی موخه يې د سلگونو کليوالو خويندو لپاره د لاسي صنايعو په جوړولو او خرڅلاو کې له هغوې سره مرسته پیل کړه. د جايزی گټونکې نيازۍ دا مهال د (تار) په نامه د لاسي گنډلو د يو مرکز مشري کوي، چې ډیرې ښځې يې له همدی لارې اقتصادي بسیاینې ته رسولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: