یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / یو امریکایی عسکر د جګړې پر مهال وژل شوی دی

یو امریکایی عسکر د جګړې پر مهال وژل شوی دی

یو امریکایی عسکر د جګړې پر مهال وژل شوی دی. د ناټو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو سرتېری یې د جګړې پر مهال وژل شوی دی. دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه سرتېری څوک و او چېرته وژل شوی دی. دا په تېره څه کم یوه اونۍ کې دویم امریکايي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. څو ورځې وړاندې امریکایی افسر جوزف میکل هم په یوه خپلمنځي برید کې ووژل شو. هغه په اروزګان کې له افغان ځواکونو سره په روزنه او تمرین بوخت و، چې یوه افغان سرتېري په نښه کړ او و یې واژه. وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ کال کې ماموریت افغان ځواکونو ته ولېږدول شو، نو د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په کچه کې لوړه سلنه کموالی راغلی دی. له همدې امله د نظامي چارو پوهان په دې باور دي، چې به افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو ده، خو دوی په خپلو اډو کې دي او تلفات یې افغان سرتېرو ته اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *