شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / بين المللي / یو سف تیمور خانوف پرون د یوه روسي ډګروال د قتل په جرم ووژل شو

یو سف تیمور خانوف پرون د یوه روسي ډګروال د قتل په جرم ووژل شو

د چچنیا په ګیلداګن کلي کې زرګونه کسانو د یوسف تیمورخانوف په نوم د یوه وګړي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

یوسوف تیمورخانوف په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د یوه روسي ډګروال، یوري بودانوف د قتل په جرم نیول شوی او په ۱۵ کاله بند محکوم شوی و.

بوګودانوف د چچنیا په خلکو کې بد نوم درلود او د یوې چچنۍ ښځې د تښتولو او ظالمانه قتل په جرم اته کاله په زندان کې تېر کړل او تر خوشې کېدو وروسته، په مسکو کې وویشتل او ووژل شو.

سره له دې چې یوسف تیمورخانوف د ډګروال بوګودانوف د ویشتلو په جرم نیول شوی و خو هغه د بې ګناهۍ ادعا کړې وه.

تیمورخانوف د جمعې په ورځ د سابیریا داومسک ښار په زندان کې مړ شو.

د هغه مړی پرون «شنبه، د اسد ۱۳مه» د چچنیا ګیلداګن کلي ته ورسېد او ډېر خلک د درناوي لپاره د هغه جنازې ته ورغلل.

يوه تبصره

  1. buy tadalafil: http://tadalafilonline20.com/ tadalafil online 20

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *