یو لوړپوړی افغان پلاوی چابهار بندر ته تللی دی او له دغه بندر یې لیدنه کړې ده. ایراني رسنۍ وایي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز د ترانسپورت وزارت یو پلاوی تېره ورځ چابهار بندر ته تللی دی او په دغه بندر کې یې له روانو چارو لیدنه کړې ده. افغان پلاوي دغه بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اقتصادي پرمختګ او ودې ته خورا مهم بللی دی. د ایران د بندرونو او لارو د ادارې مشر هم له دغه پلاوي سره ملتیا کوله. بهروز اقايي ویلي، چابهار بندر د هند له سمندر سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د اتصال لپاره خورا مهم دی او افغانستان ته په کار ده، چې د خپل ځان د پرمختګ لپاره له دغه بندر ډېره ګټه پورته کړي. دده په خبره د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره د چابهار بندر جوړېدل او فعالیت غوره فرصت دی.
