جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ۲۰۱۷ م کال د ننګرهار خبریالانو لپاره مرګونی،ستونزمن او خونړی وو

۲۰۱۷ م کال د ننګرهار خبریالانو لپاره مرګونی،ستونزمن او خونړی وو

۲۰۱۷ م کال د ننګرهار خبریالانوته هم خونړی و
د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی په خپل کلني راپور کې وویل، چې ۲۰۱۷ م کال د کابل خبریالانو سربېره په دوهم قدم کې د ننګرهار ژورنالېستانوته هم له خطره ډک کال و.
د دې ادارې د ننګرهار څانګې مسئول نعمان دوست وویل، چې په تېر ۲۰۱۷ م کال کې په ټول افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ۱۶۶ پېښې ثبت شوي.
په دغو پېښوکې ۱۹ د قتل، ۴۱ د ټپي کېدو، ۱۶ د نیول کېدو، ۲۳ پېښې د وهلو ډبولو او ۶۷ پېښې د ژورنالېستانو د تهدید اړوند دي.
۲۰۱۷ م کال کې په ټول افغانستان کې په می میاشت کې ۹ ژورنالِستان ، سټمبر میاشت کې یو خبریال، نومبر میاشت کې ۲ تنه او ډېسمبر میاشت کې بیا ۷ خبریالان ، چې ټول یې ۱۹ تنه کېږي وژل شوي.
د تېرکال په می میاشت کې ۱۷ خبریالان، د جون، سټمبر او اکټوبرمیاشتوکې یو، یو خبریال؛ په نومبر کې دوه تنه او ډېسمبر میاشت کې ۱۸ تنه خبریالان چې مجموع کې ۴۱ تنه کېږي ټپیان شوي دي.
همدارنګه په تېرکال کې د ۱۶ خبریالانو ازادي د بېلا بېلو اشخاصو له خوا سلب شوې.
تېرمیلادي کال کې ۲۳ خبریالان وهل شوي؛ ټکول شوي دي او ۶۷ خبریالان بیا تهدید شوي دي.
د کابل وروسته د ننګرهار لپاره ۲۰۱۷ کال خونړی کال و، په می میاشت کې د ننګرهار په ملي راډیو تلویزیون وسله وال برید وشو، چې د یاد راډیو تلویزیون ۴ تنه کارکوونکي پکې ووژل شول.
له خبریالانو سره یواځې د دولت وسله وال مخالفین نه دي، چې له خشونت څخه کار اخلي، بلکې زورواکي، ځېنې دولتي چارواکي او نامعلومه وسله وال هم د خبریالانو پر وړاندې د قتل نه نېولې تر نورو زور زیاتیو لاس پورې کوي.
نی په ژورنالستانو غږ وکړ، چې د ژورنالېزم اُصول مراعات کړي.
که له یوې خوا ۲۰۱۷ م کال افغان ژورنالېستانو لپاره له تاوتریخوالي ډک و؛ خو بل خوا بیا د ۱۳۹۵ کال په پرتله په ۱۳۹۶ لمریز لېږدیزکال کې رسنیو کې د ښځينه وو رول زیات شوی دی.
نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره په داسې حال کې دا راپور خپروي، چې د همدغه ۲۰۱۸ م کال مارچ میاشت کې کابل کې د هب په نامه په یوه رسنۍ نامعلومه کسانو برید وکړ، چې ساتونکي او کارکوونکي یې تهدیدکړل.
سمیع الله درانی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: