چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ۲۱پاکستانۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي

۲۱پاکستانۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند له روسي رسنۍ سپوتنیک سره په خبرو کې ویلي، یوازې طالبان او داعش نه دي چې د افغانستان امنیت ته یې خطر پېښ کړی دی، بلکې ۲۱ نورې داسې ترهګرې او سختدریځې ډلې شته دي، چې افغان حکومت به یې پر وړاندې مبارزه کوي او دوی به له منځه وړي. د محمد رادمنش په خبره ډېری دغه ډلې د پاکستان له لوري حمایه کېږي او په افغانستان کې فعالیتونه کوي. نوموړي زیاته کړې چې ځینې افراطي ډلې هم په افغانستان کې د ودې په حال کې دي چې حکومت د راتلونکي امنیت د خوندیتابه لپاره له دغو ډلو سره هم مبارزه کوي. هغه ویلي حکومت له ترهګرو سره مبارزې ته ژمن دي، خو دا چې ترهګرې ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خال خال وېشل شوې دي نو عملیات سختوي. نوموړي وویل، چې په دې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري او هغه طالبان به د جګړې په ډګر کې له منځه وړل کېږي چې د سولې له پروسې سره نه یو ځای کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: