دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / سعودي عرب کې ۸سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

سعودي عرب کې ۸سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

وسله والو په سعودي عربستان کې ۸ سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د سعودي چارواکي وایي، چې نامعلومو وسله والو د یاد هېواد په عسیر ولایت کې د سعودي پر سوه پوسته برید کړی، چې له امله یې ۴ عرب سرتیري وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي. د فرانس پریس خبري اژانس د معلوماتو له مخې ځایي رسنیو ویلي، چې دا پېښه پرون رامنځته شوې ده. د سعودي SPA دولتې اژانس بیا وایي چې د برید په تور یې دوه مشکوک کسان نیولي دي خو درییم بریدګر په تیښته بریالی شوی دی. عسیر ایالت کې د سعودي عربستان د سرتیرو پر پوسته دا وسله وال برید په داسې حال کې شوی، چې سعودي له ۲۰۱۵ کال را هیسي په یمن کې د حوثیانو پر خلاف جګړه بوخت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *