یکشنبه , جون 24 2018
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)مهاجر زاهد ساپي

غزل(پښتو ادب برخه)مهاجر زاهد ساپي

غزل
ــــــــ

چې څړیکه دې د زړه تَل کې پرهاره ځای په ځای کړه
د غره هومره خبره دې هواره ځای په ځای کړه

چناره لکه ته داسې زه هم په وجود ډډ شوم
سلګۍ چې مې په ستوني کې ایساره ځای په ځای کړه

دې غرو کې دي مېشته د ځوانیمرګو زلمو کلي
مونږ ستړې قافله په لاره لاره ځای په ځای کړه

د خپلو جفاګانو تت انځور به در جوَت کړي
که څو شېبې دې خپل زړه ته هنداره ځای په ځای کړه

ماښام به د دېوانو له ګواښونو سره مخ وم
سهار به مې چې کډه چېرته یاره ځای په ځای کړه

له کوزې پښتونخوا نه مهاجر درته راغلي
یو څو ورځې یې غېږ کې ننګرهاره ځای په ځای کړه

زاهد ساپي دا ژوند، دا تیندکونه، د غم پېټي
دمه چېرته ساګۍ خپله کراره ځای په ځای کړه

ـــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپي
۱۷/اپریل/۲۰۱۸
ننګرهار

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *