دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا د نورو هیوادونو په توپير په افغانستان کې زیات بمونه غورزولې دې

امریکا د نورو هیوادونو په توپير په افغانستان کې زیات بمونه غورزولې دې

امریکايي ځواکونو په تېره میاشت کې پر افغانستان تر عراق او سوریې ډېر بمونه غورځولي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د پوځ په میاشتني راپور کې راغلې شمېرې ښيي، چې پر افغان خاوره تر عراق او سوریې ډېر بمونه غورځول شوي دي. رسنۍ وايي له دې ښکاري چې امریکا تر عراق او سوریې ډېر په افغانستان کې پر جګړه تمرکز کړی دی. راپورنه وايي چې په تېره مارچ میاشت کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ۳۹۹ بمونه غورځولي او په همدې میاشت کې یې په عراق او سوریه دواړو کې بیا ۲۹۴ بمونه غورځولي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هوايي بریدونو کې (B-52) خطرناکو جنګي الوتکو هم برخه اخیستې ده. دغه ډول راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. همدا څو اونۍ مخکې د امریکا هوایي برید په کندوز کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *