یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ ولایت ننګرهار کې به زر تر زره د موټر سایکل بندیز پايي ته ورسیږي!

ختېځ ولایت ننګرهار کې به زر تر زره د موټر سایکل بندیز پايي ته ورسیږي!

په جلال اباد ښار کې دې ژر تر ژره د اسناد لرونکو موټرسایکلو پر ګرځیدو بندیز پای ته ورسېږي، ځکه دې پریکړې د لسګونه موټرسایکل پلورونکو کاروبار ته هم زیان اړولی.
د موټرسایکل پلورونکو اتحادیې لسګونه غړو نن د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت سره د نظامي شورا د هغې پریکړې په غبرګون کې ستونزې شریکې کړې چې له مخې جلال اباد ښار کې د اسناد لرونکو موټرسایکلونو پر ګرځیدو هم بندیز لګیدلی.
دوی وویل، چې په زرګونه قانوني اسناد لرونکي موټرسایکلونه په بارګینونو کې لري او حکومت ته یې قانوني مالیه هم ورکوي چې د ننګرهار نظاني شورا پریکړې سره یې ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي.
د ننګرهار ولایتي شورا رییس د دوی ستونزې واوریدې او د ټلېفوني اړیکو له لارې یې د هیواد اجرائيه رییس ‌‌‌‌‌‌ډکټر عبدالله عبدالله او همدا راز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشر متین بیک سره شریکې کړې چې دواړو ښاغلو د یادې موضوع د حل ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.
همدا راز د ننګرهار والي ګلاب منګل هم په ټلیفوني اړیکه کې د موټرسایکل پلورونکو اتحادیې دا ستونزې او په جدي توګه یې د موټرسایکلونو د ازایدو او ښار کې د ګرځیدو د اجازې ژمنه وکړه.
په ناسته کې د شورا غړو سهراب قادري، حبیبه کاکړ، اسرار الله مراد او سید مهدي پاچا له دوی سره ژمنه وکړه چې تر راتلونکې سه شنبې پورې به یاده موضوع حل کاندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *