یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان پر بېرغ د پنجابي پوليس متيازې!

د پاکستان پر بېرغ د پنجابي پوليس متيازې!

پر داسې وخت کې چې د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د جلسې کولو اجازه نه ورکول کېږي، د پنجاب د يو پوليس انځور په ټولنيزو رسنيو خپور شوى دى، چې په دېوال رسم د پاکستان پر بېرغ متيازې کوي.

که يوې خواته دې کار د پنجاب په خلکو کې سخته غوسه راپارولې ده، نو بلخوا پښتنو د ملنډو په ډول دا انځور په ټولنيزو رسنيو خپور کړى دى.

يو تن دې انځور ته لاندې ليکلي دي، چې مشر ورور (پنجاب) د پاکستان بېرغ ته سلامي کوي.

همدا راز ځينو خلکو بيا په ټولنيزو رسنيو ليکلي دي، چې نه يواځې ټولې نړۍ ته د پاکستان رښتينې څېره ورمعلومه شوې ده، بلکې د دغه هېواد خپلو وګړو ته هم د خپل هېواد او بېرغ اهميت ورمعلوم شوى دى، نو ځکه دې پنجابي پوليس دا کار ترسره کړى دى.

خو ځينو خلکو بيا دا هم ويلي دي، چې په پنجاب کې پښتنو ته د جلسې د اجازې نه ورکولو له امله، پنجابيانو هم د پاکستان پر بېرغ متيازې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *