دوشنبه , جولای 16 2018
کور / ليکنې / سور کافر لاړ، تور کافر یې پریښود!

سور کافر لاړ، تور کافر یې پریښود!

لنډه لیکنه: جــواد
تاریخ شاهد دی چې له انګریزي استعمارڅخه د هند په ازادۍ کې،انګریزانو ته په شکست ورکولو کې،او د پاکستان په رامنځته کیدو او له هند څخه په ازادۍ اخستلو کې،تر ټولو ستر رول د هغه وخت علماؤ لوبولی دی. د انګریزي استعمار په مقابل کې یې نه ستړیدونکی جهادونه وکړل. شهیدان یې ورکړل،بندیان یې ورکړل حتی همدغه علماء ول چې د توپونو مخې ته ودرول شول خو نه یې د انګریزانو خلاف خپلې سپیځلې مبارزې نه لاس واخست او نه یې هغوی ته د غلامۍ سرونه ټیټ کړل،او سترې سترې قربانۍ یې ورکړې، په دې امید چې د انګریزانو له شکست او شړلو وروسته به د مسلمانانو یو خالص اسلامي او شرعي حکومت رامنځته شي.
او د مسلمانانو حیا، عزت، ناموس او آزادي به خوندي شي.د علماؤ دغو قربانیو رنګ راوړ، انګریزانو شکست وخوړ او په تیښته شول، او مسلمانان هم له هنده د پاکستان په نوم جدا شول.خو بر عکس، انګریزانو دا کار وکړ چې مخکې له وتلو یې دلته انګریزي پیداور(غلامان) پریښودل،او همدغو تش په نوم مسلمانانو، داخلي منافقینو د علماؤ دغه ټولې قربانیو باندې اوبه واړولې او ضایع یې کړې،له انګریزانو څخه د ازادۍ کریډیټ یې هم ځان ته او یو داسې کس ته منسوب کړ چې نه مسلمان وو او نه له اسلام نه خبر ، نه یې لمونځ یاد وو او نه کلمه،او دغه شیعه کافر تر ننه دوی خپل قاید بولي.
علماؤ چې دا حال ولیده چې مونږ خو دا ټولې قربانۍ او جهادونه د یوه اسلامي حکومت لپاره ورکړې وې او اوس واک دغو بې دینه خلکو او د انګریزانو غلامانو ته په لاس ورغی، نو وې ویل چې (سور کافر لاړ،تور کافر یې پریښود)
ځینو علماؤ له ډیر زیات خفګان نه له خولو څخه وینه وګرزوله او له غمه یې زړونه وچاودیدل او وفات شول.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *