دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / بين المللي / شمالي کوریا وایي له دې وروسته د خپلو بالستیک توغندیو ازمویښتونه دروي

شمالي کوریا وایي له دې وروسته د خپلو بالستیک توغندیو ازمویښتونه دروي

شمالي کوریا وایي له دې وروسته د خپلو بالستیک توغندیو ازمویښتونه دروي. د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی چې سر له نن به په دغه هېواد کې بالستیک توغندي نه ازمويي. نوموړي د خپل ګوند په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې شمالي کوریا له دې وروسته د توغندیو ازمویلو ته اړتیا نه لري، نو دغه لړۍ دې ودرول شي. د رسنیو د راپورونو له مخې هغه زیاته کړې چې شمالي کوریا له دې وروسته هېڅ ډول بالستیک توغندی نه ازمويي. ددې خبر له خپرېدو څو دقیقې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د شمالي کوریا ددې اقدام هرکلی کوي. هغه ویلي له شمالي کوریا سره هوکړې ته رسېدلي چې له دې وروسته به بالستیک توغندي نه ازمويي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *