یکشنبه , جون 24 2018
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)احترام محسود

غزل(پښتو ادب برخه)احترام محسود

غزل_____

په ليمو کي مى يو وران تصوير راوړى
زړه مي بيا ده بيابان تصوير راوړى

د رنګونو د خائست سيالى شورو ده
ما ده ګران وزيرستان تصوير راوړى

کلى والى ستا ناکامه يارانه کى
ما د خپل څيرى ګريوان تصوير راوړى

وخته زر کړه ده خبرې سپيناوئي کړه
زمونګ دى ولى لهولهان تصوير راوړى

نن غزل لګ سندريزه راته وايه
نن مې بيا ده تير دوران تصوير راوړى

ده مرګونو سوداګر نن ازالى ته
زمونګ د وينې لوئي ارزان تصوير راوړى

خوئى چه بد نکړى انکار راته ونکړى
مورې ما ده احترام تصوير راوړى

شاعر احترام محسود نه په مننې سره!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#یادونه
#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *