یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان افغانستان ته اجازه ورنکړه چې د هند تجارتي توکي دي دغه هېواد په خاوره راوړي.

پاکستان افغانستان ته اجازه ورنکړه چې د هند تجارتي توکي دي دغه هېواد په خاوره راوړي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانکړي استازي مفتاح اسماعیل پرون په واشنګټن کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په سوداګریزو اړیکو خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو پرېکړه کړې چې د دوه اړخیزه سوداګرۍ د لوړولو او سوداګریزو اړیکو د ښه کولو له پاره به بله اوونۍ اسلام باد کې د دواړو هېوادونو استازي غونډه کوي.
ډان نیوز ته سرچینو ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په کمېدو اندېښنه څرګنده کړه. بل خوا، افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل چې له هند سره د سوداګرۍ له پاره د پاکستان د خاورې د کارولو اجازه ورکړي، خو پاکستان ورته ویلي چې تېر کې دغه کار د پاکستان دننه ستونزې جوړې کړي دي.
مفتاح اسماعیل ویلي چې پخوا په دغه کار سره افغانستان ته لېږدېدونکي توکي د پاکستان بازارونو کې پلورل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې کله دغه ستونزه حل شي، نو پاکستان به د هند او افغانستان تر منځ ترانزیټ ته اجازه ورکړي.
افغانستان وړاندې هم دغه غوښتنه کړې وه چې پاکستان رد کړې وه او دا ځل یې هم رد کړه.
پاکستاني لوري څرګنده کړې چې په ۲۰۱۰-۱۱ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ۲.۴ میلیارده ډالر وه، خو اوس اته سوه میلیونه ډالرو ته راکښته شوې ده.
د دواړو هېوادونو تر منځ چې سیاسي اړیکې خرابې شي، نو پر سوداګرۍ هم اغېز پرېباسي. دغه راز د پاکستان له لوري د پاسپورت او ویزې شرط دغه سوداګري راکمه کړې ده.
بل خوا، افغانستان له ایران او د منځنۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانکړي استازي مفتاح اسماعیل پرون په واشنګټن کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په سوداګریزو اړیکو خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو پرېکړه کړې چې د دوه اړخیزه سوداګرۍ د لوړولو او سوداګریزو اړیکو د ښه کولو له پاره به بله اوونۍ اسلام باد کې د دواړو هېوادونو استازي غونډه کوي.
ډان نیوز ته سرچینو ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په کمېدو اندېښنه څرګنده کړه. بل خوا، افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل چې له هند سره د سوداګرۍ له پاره د پاکستان د خاورې د کارولو اجازه ورکړي، خو پاکستان ورته ویلي چې تېر کې دغه کار د پاکستان دننه ستونزې جوړې کړي دي.
مفتاح اسماعیل ویلي چې پخوا په دغه کار سره افغانستان ته لېږدېدونکي توکي د پاکستان بازارونو کې پلورل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې کله دغه ستونزه حل شي، نو پاکستان به د هند او افغانستان تر منځ ترانزیټ ته اجازه ورکړي.
افغانستان وړاندې هم دغه غوښتنه کړې وه چې پاکستان رد کړې وه او دا ځل یې هم رد کړه.
پاکستاني لوري څرګنده کړې چې په ۲۰۱۰-۱۱ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ۲.۴ میلیارده ډالر وه، خو اوس اته سوه میلیونه ډالرو ته راکښته شوې ده.
د دواړو هېوادونو تر منځ چې سیاسي اړیکې خرابې شي، نو پر سوداګرۍ هم اغېز پرېباسي. دغه راز د پاکستان له لوري د پاسپورت او ویزې شرط دغه سوداګري راکمه کړې ده.
بل خوا، افغانستان له ایران او د منځنۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *