دوشنبه , جون 25 2018
کور / ليکنې / پښتانه به د خپلو شویو تاوانونو جایزه له چانه نه اخلي

پښتانه به د خپلو شویو تاوانونو جایزه له چانه نه اخلي

لیکنه:بلال امرخیل

له تېرو اتلسو کلونو راهیسې وژل شوي، زورول شوي، بې کوره شوي او بې درکه شوي پښتانه د خپلو ورکو خلکو د موندنې او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره د چا دروازه وټکوي!؟

په قبایلي سیمو او سوات کې د پښتنو د لوټل شویو بازارونو او کورونو زمه داران څوک دي؟؟

که له حکومت نه د خپل حق غوښتنه وي نو د دې په ځای چې حکومت پښتنو ته خپل حق ورکړي ـ
په بدله کې په هغه حق غوښتونکو خلکو د هند او افغانستان سره د اړیکو درلودو ټاپې لګوي د وطن د غدارۍ په نامه یې یادوي،
خپل پښتانه یې دښمنۍ ته ودروي،

په قبایلي سیمو او سوات کې د بېلابېلو عملیاتو (اپریشنونو) په وخت له بل کوم هېواد څخه راغلی پوځ خو نه وو چې په دغه سیمو کې یې عملیات ترسره کړي وي او زمونږ د پښتنو د بازارونو لوټل، د عزتونو پامالول او د جایدادونو غصب کولو لامل ګرځېدلای وي بلکې همدا زمونږ د پاکستان پوځ وو چې پښتانه یې بې درکه کړي هم دي، بې محکمې، بې له قاضي او عدالته یې وژلي هم دي او کورونه، مالونه، بازارونه یې هم لوټلي،

اوس که د پوځ او اړونده ادارو څخه دا غوښتنه کوو چې زمونږ بې درکه ځوانان چې له کلونو راهیسې د پوځ او آي ایس آي سره په ورکو بندي خانو کې قید دي یا دې عدالتونو ته وړاندې کړای شي، یا که په جعلي شکمنو نښتو کې وژل شوي وي نو هم چې د کورونو خلک یې خبر کړای شي، یا که د پوځ او آي ایس آي نه پرته بل کوم هېواد له پاکستانه په مخفي توګه وړي وي نو هم چې مونږ ته قناعت راکړی شي.
زمونږ د ړنګ کړای شويو او لوټل شویو کورونو او بازارنو مالکان که د حکومت په وړاندې لاریون کوي او له هغوی نه د خپل حق د حاصلولو غوښتنه کوي نو پوځ او اړونده ادارې دې هغوی ته قناعت ورکړي چې هو دا هرڅه مونږ لوټ کړي، یا دغه پوځ کوم چې په قبایلي سیمو او سوات کې د ولسونو خلاف په عملیاتو کې کارول شوی دا د پاکستان پوځ نه بلکې دا د بل کوم هېواد نه راغلی پوځ وو چې زمونږ په قبایلي سیمو یې یرغل کړی وو د دغه ابادۍ په ړنګولو د هغوی لاس ککړ دي

که دا نه وي نو پښتانه مظلوم ولس ته دې سپینه خبره په ډاګه کړای شي، زمونږ پوښتنو ته دې ځواب پیدا کړې، دا نه چې مونږ دې د بهرنیو هېوادونو کارمندان وبولي، که زمونږ غوښتنې د قانون دچوکاټ نه بهر وي یا ریښتیا هم پښتانه ولس سره داسې ظلمونه نه وي شوي بیا دې مونږ د دې وطن خاينان وبولي، که زمونږ غوښتنې حق وي او مونږ د دې پاکستان خلک یو نو بیا دې مونږ ته په پاکستان کې د ژوند کولو حق راکړل شي

د میرانشاه او میر علي بازار چې په زرهاو دکانونه یې درلودل هغه ړنګ کړای شو د هغې سامانونه کومې خواته لاړل د عملیاتو په دوران خو خلکو یوازې خپل ماشومان له دغه ساحو څخه ویستلي وو همدا شان په نورو قبایلي سیمو او ملاکنډ ډویژن کې هم شوي وو

په دوه زره یوولسم میلادي کال کې په مومندو ایجنسۍ کې د (برېښنا آپریشن) عملیاتو په وخت “۲۵۷” دوه سوه اوه پنځوس تنه ښځې، ځوانان او سپین ږیري سړي چې د جنګ له ساحي څخه وتل د “محمد ګټ کیمپ” ترڅنګ ایسار کړای شول او بیا ووژل شول دغه خبر ځینو حکومت پلوه ړندو رسنیو په دې نامه را واخست چې پوځ هلته طالبان وژلي په هغه ورځ داسې هم شوي وو چې په دغه وژل شویو کسانو کې ځینې پښتنې خویندې هم وې چې تر وژل کېدو وروسته هغوې ته د سړیو جامې وراغوستل شوي وې ویښتان یې د طالبانو په څېر ورجوړ کړي وو رسنیو یې عکسونه خپاره کړل چې د عملیاتو په مهال مو طالبانو نه ستره ماتې ورکړه.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#یادونه
ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *