دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / پاکستان / پښتون ژغورني غورځنګ غونډه کوي، خو د پنجاب حکومت اجازه نه ورکوي

پښتون ژغورني غورځنګ غونډه کوي، خو د پنجاب حکومت اجازه نه ورکوي

د اپريل په دويشمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه غونډه په لاهور کې کېدونکې ده، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې تراوسه پورې ورته د لاهور ادارې اجازه نه ده ورکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د اتم اپريل د پېښور په غونډه کې پرېکړه کړې وه، چې د اپريل په دويشتمه نېټه به په لاهور کې غونډه کوي، چې د دې غونډې لپاره په کارونو لګيا شول، کمپاين ورته پيل شو، ځاى ورته وټاکل شو، هر څه پوره شول، خو له تېرو لسو ورځو راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي له لاهور ادارې څخه اجازت نامه غواړي، خو هغوى يې نه ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتين او علي وزير وايي، که هر ډول کېږي، خو په لاهور کې به غونډه ترسره کوي، خو بلخوا د پنجاب اداره وايي، چې په لاهور کې به هېڅ غونډه نه کوئ.

اوس غونډې ته يواځې يوه شپه پاتې ده، وه به کتلى شي چې د لاهور اداره غونډې ته اجازه ورکوي او که نه، که چېرته اجازه ورنکړي، نو ايا پښتون ژغورنې غورځنګ به په لاهور کې د پېښور په څېر لويه غونډه وکړاى شي او که نه؟

دا هغه پوښتنې دي چې تر سبا پورې به ورته انتظار باسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *