دوشنبه , جون 25 2018
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)مهاجر زاهد ساپي

غزل(پښتو ادب برخه)مهاجر زاهد ساپي

غــزل
ــــــــــــــــ

هه لېوني ګوره چې کوم دیار ته ورسېدل
چېرته شول ښکار د زولنو که دار ته ورسېدل

د شپو په زړه یې چې سره غشي د اور وورول
هغه سپین ستوري له تیارو سهار ته ورسېدل

څوک دې کرار کړل دنیاګۍ تر نا کراره پورې
څوک دې له دې نا کرارۍ کرار ته ورسېدل

عشقه د ژوند یې امتحان نور د کوم پل به اخلې؟
هغو خو ستا په نامه سره انګار ته ورسېدل

لاس یې پرېنښودل زما د ژوند په هر پړاو کې
یاران پاخه وه په وفا اقرار ته ورسېدل

ستا د کږو خبرو یاره ګوزار داسې و چې
لکه تېره غشي د زړه پرهار ته ورسېدل

زاهد ساپي هغه به زما وفا، وفا وګڼي
که د زړه مینه د زړه درد مې یار ته ورسېدل
ــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپي
۰۹ جنوري ۲۰۱۵
ننګـــــــرهار

شاعرمهاجر زاهد ساپي نه په مننې سره!

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *