یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / پاکستان / منظور پښتین:جلسه به خامخا کوو، په هیڅ حالات کی نه روستو کیږو

منظور پښتین:جلسه به خامخا کوو، په هیڅ حالات کی نه روستو کیږو

په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو شمېر مشرانو له نيولو وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راغى او د پنجاب پوليسو دا کار يې وغانده او وې ويل چې د پنجاب جلسه به خامخا کوو او په هېڅ حالت کې نه شاته کېږو.

هغه همدا راز زياته کړه، چې که د پنجاب پوليس دى نيسي، نو وه دې نيسي، چې هغه جېلونه او زندانونه په خپلو سترګو وويني، چې له کلونو راهيسې پښتانه پکې بنديان دي، شکنجه کېږي، بې عزته کېږي او څوک يې د پوښتنې نشته.

هغه همدا راز له ټولو پښتنو وغوښتل، چې که دى وه هم نيول شي، نو دوى دې له تشدد څخه کار نه اخلي او په سوله ييز ډول دې سبانۍ جلسه وکړي.

نوموړي د پنجاب پوليسو له خوا د علي وزير، بلال مندوخېل، مزمل، عصمت شاه او يو شمېر نورو غړو له نيولو څخه وروسته دا خبرې وکړې.

د پنجاب پوليسو دا کار چې د خپلو حقه حقونو غوښتونکو باندې يې چاپه ووهله او بې ګناه يې ونيول، ټولو خلکو يې دا کار وغانده او لا هم د دوى د راخوشې کېدو لپاره مبارزه روانه ده.

همدا راز د دې خبر تر خپرېدو وروسته، د پېښور پوهنتون زده کړيالانو هم د دې کار پر ضد لاريون راويستى دى او د علي وزير او د نورو ملګرو د راخوشې کېدو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *