یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / پاکستان / هور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته تیاری روان دی

هور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته تیاری روان دی

د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور ښار کې ناسته پلان کړې وه.

خو د شپې د دغې ناستې ځای له اوبو ډک کړل شوی دی.

خواله رسنیو کې ښکاري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي دا ځای له اوبو تشوي.

دوی وايي، نن به هرو مرو په موچي ګېټ کې غونډه کوي.

د سیمې یو امنیتي چارواکی ارشد حیات کانجو وايي، د دې غونډې د امنیت لپاره یې درې کمربندونه اچولي.

نوموړی له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي، چې د غونډې له ځای سره یې شپږ سوه پولیس ځای په ځای کړي دي.

هغه دا هم وايي، چې له دوی غوښتل شوي د دې ناستې امنیت ونیسي:

“موږ ته دا نه دي ویل شوي، چې له دې ناستې سره یو ځای کېدونکو کسانو مخه ونیسو”.

په ورته مهال د لاهور ښار پولیس وايي، استخابراتي ادارو ورته لیک استولی او په هغه کې یې لیکلي چې ترهګرې ډلې د خلکو پر ناسته برید کوي.

په دې کې ځانمرګی، موټر بم، ریموټ کنټرول او ډزو له لارې دا برید کېدلی شي.

په لیک کې دا وضعیت نازک ښودل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې موچي باق سره نږدې له ناستې ډډه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر، او څو نور ملګري تېره ورځ د پاکستان پولیسو ونیول، خو له څه مهال وروسته یې خوشي کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *