دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / پاکستان / پښتین:پوځي عسکرو او افسرانو د پاکستان د پوځ د ظلمونو نه ځان را جلا او د حق په طرف ودریګي

پښتین:پوځي عسکرو او افسرانو د پاکستان د پوځ د ظلمونو نه ځان را جلا او د حق په طرف ودریګي

په پاکستان کې د پوځ د زیاتیو په ضد د راولاړ شوي دپښتون تحفظ موومنټ مشر ښاغلي منظور پشتین دپاکستان په پوځي عسکرو اؤ افسرانو غږ کړی چې نور باید دپاکستان د پوځ د ظلمونو د لړۍ نه ځان راجله اؤ دحق په طرف ودریږي.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان تر ټولو لوبه صوبه پنجاب کې یوې درنې اولسې جلسې ته پخپله وینا کې ښاغلي منظور پشتین تور لګولی چې دپاکستان پوځ د پیسو دپاره خپل خلک وژني، په پیسو یې خرڅوي اؤ کله چې څوک د پوځ ددغه زیاتي په ضد غږ پورته کوي نو پوځ پرې د غدارانو ټاپې لګوي.

دلاهور په موچي ګیټ کې د پښتون تحفظ موومنټ دغه جلسې ته په زرګونو خلک ورټول شوي وؤ چې د پښتنو ترڅنګ پکې زیات شمیر هاغه د پنجاب ځوانان اؤ میرمنې هم شاملې وې چې دپاکستان د پوځ خلاف یې شعارونه ورکول اؤ دریځ یې لرلو چې د پاکستان پوځ د ځان څخه یو بدمعاش جوړ کړی اؤ‌ د انسانانو په وینو توئیولو پیسې ګټل غواړي.

ښاغلي منظور پشتین پخپله وینا کې ویل دپاکستان پوځ په قبائیلي سیمو کې بېګناه خلک وژني اؤ‌ په سبا د هیواد په ورځپاڼو اؤ‌ ټي وي ګانو خبر خپور شي چې د ترهګرۍ په ضد د پوځ بریالیتوبونه پرمخ روان دي.

هغه دپاکستان په میډیا هم سختې نیوکې وکړې چې په پوځ خرڅه شوې ده اؤ د پوځ له خوښې پرته هیڅ حقیقتونه دنیا ته نه شي‌ وړاندې کولی.

لاهور جلسه
لاهور جلسه

د پښتون ژغورنې د غورځنګ نه یوازې پښتنو بلکې د پنجاب خلکو هم شعارونه ورکول چې په هیواد کې د روانې ترهګرۍ تر شا پوځ لاس لري.

منظور پشتین وویل د پاکستان دائین اؤ قانون ترمخه ضروري ده چې کوم مجرمان نیول کیږي هغه به په ۲۴ ساعتونو کې دننه محکمو ته وړاندې کړل کیږي خو پوځیان په پاکستان کې پخپل سر خلک نیسي اؤ له محکمو پشي شا یې پخپل سر وژني‌ چې دا دپاکستان دائین څخه سرغړونه ده اؤ‌ د ائین د شپږمې مادې له مخې دغه خلک د مرګ د سزا حقدار دي .

منظور پشتین پوځ ته په مخاطبه وویل” چا چې هم تر دې دمه په پاکستان کې دخپلو حقونو دپاره غږ پورته کړی هغه تاسو وژلي خو نور پښتانه په دغسې بدمعاشۍ نه شئ‌ ویرولی”

منظور پشتین ویل درې اوونۍ د مخه دپاکستان یو لوړ پوړي پوځي افسر هغه سره ولیدل اؤ‌ غوښتنه یې ترې وکړه چې باید د بې درکه کسانو له غوښتې تیر شی .

هغه وویل پوځ د بې درکه کسانو د غوښتنې څخه په تیریدلو ځکه ټینګار کوي چې دپاکستان دسترې محکمې یو پخواني قاضي جاوید اقبال څو ورځې وړاندې پخپله منلې چې څلور زره بې درکه کړل شوي کسان خرڅ کړل شوي دي.

منطور پشتین وویل” مونږ ډیر کمزوري خلک یو ، وس دس نه لرو خو تاسو چې کوم خلک په پیسو خرڅ کړي مونږ ته ووایئ ، خپلو کې به چنده وکړو ، دغه پیسې به درکړو خو نور مونږ مه کړوئ”

دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر تور ولګولو چې دپاکستان پوځ په قبائیلي سیمو کې دپیسو دپاره نه یوازې بېګناه خلک وژلي بلکې دخلکو دکورونو لوښي یې هم غلا کړي دي.

هغه وویل دپاکستان پوځ دپیسو دپاره خپل خلک پورته کوي ، بیا یې وژني‌ اؤ‌ له ښو پیسو ګټلو روسته بیا له هیواده بهر ژوند تیروي.

ښاغلي منظور پشتین دپاکستان میډیا هم دسختو نیوکو لاندې ونیوله اؤ وئ‌ ویل چې دا منافقه میډیا د پوځ وړه، وړه خبره خو نشر کوي خو د پوځ دلاسه چې کوم اولسونه په اور کې ولاړ دي دهغوي په حالت یې سترګې ګنډلي اؤ دریځ یې نه اخلي.

منطور پشتین ګواښ وکړو چې اوس زلمي د خپل حقونو دپاره راپورته شوي اؤ پوځ ته په اشاره یې وویل تاسو پوهیږئ‌ چې د زلمو وینه توده وي‌، دوئ په هر لوري‌تللی شي‌ځکه نو پښتانه زلمي مه مجبوروئ‌ چې په بل لوري روان شي.

هغه وویل نور پښتانه څوک د مرګ په ګواښونو نه شي ویرولی

د منطور پشتین په وینا” څومره چې تاسو سختي کوئ اؤ‌ په پښتنو ژوند راتنګوئ همدومره به درسره پښتانه هم سختیږي”

هغه په دپاکستان په پوځیانو غږ وکړو چې “دخپلو جنرالانو اؤ بریګیډئرانو خبرې ونه منئ، که داجنرالان خپل ۴۰۰۰ زره ملکي وګړي په پیسو خرڅولی شي نو تاسو هم خرڅولی شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *