یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ ولایت ننګرهار کې د پاکستان څخه د وسلو د لېږد مخه نیول شوي ده

ختېځ ولایت ننګرهار کې د پاکستان څخه د وسلو د لېږد مخه نیول شوي ده

د ننګرهار د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، له پاکستان څخه يې دغه ولايت ته د وسلو د لېږد مخه نيولې ده.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خېل نن په جلال اباد کې يوه کنفرانس ته وويل چې په دې تور يو تن نيول شوى هم دى:

“زموږ درېيم ټولي په دوربابا ساحه کې هغه تن ونيوه چې غوښتل يې ۵ ميله روسي کلاشینکوفونه او ۵ میله تفنګچې له پاکستانه افغانستان ته راوړي؛ په يوه سراچه موټر کې يې په خاص مهارت سره ځای په ځای کړي وو.”

ښاغلي حسين خېل وويل، ډيورند کرښې ته څېرمه يې نورې پوستې ځای پر ځای کړي چې له امله يې د دولت د وسله والو او قاچاقبرو مخه نيول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *