یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ ولایت ننګرهار کې داعش وسلوالې ډلې یوه کورنۍ د غم په ټغر کېنوله

ختېځ ولایت ننګرهار کې داعش وسلوالې ډلې یوه کورنۍ د غم په ټغر کېنوله

په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له درې ورونو سرونه پرې کړي.

په ننګرهار کې یوه حکومتي سرچینه وایي، پیښه وړمه شپه ناوخته د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کسان له حکومت او امنیتي بنسټونو سره د اړېکو لرلو په تور وژل شوي.

خو چارواکي وایي، وژل شوي کسان له دولت او یا هم امنیتي بنسټونو سره یې هیڅ اړیکې نه لرل.

د دولت ضد وسله والې او ترهګرې دلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو څو ورځې مخکې په جوزجان ولایت کې هم یوه ماشوم په دې تړاو وژلی و چې له امنیتي ځواکونو سره اړیکې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو پر وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدونه د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *