یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / د پاکستان پوځ او د دغه هېواد څارکره اداره پښتانه زوروي

د پاکستان پوځ او د دغه هېواد څارکره اداره پښتانه زوروي

د پاکستان استخبارات (آى ايس آى) او پوځ له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه په لړزه کې دى، نورې ټولې هڅې يې اوبو يوړې، اوس د پاکستان استخبارات او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان تښتوي او تشدد پرې کوي.

رسنیو ته رسېدلي خبرونه وايي، چې پرون د پاکستان په کراچۍ ښار کې کومو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ احتجاج کړى و، هغه پښتانه د کراچۍ رېنجرز له ځان سره بيولي دي او تراوسه ورک دي.

همدا راز په حېدراباد ښار کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان د پاکستان پوځ تښتولي ول، چې بېرته يې خوشي کړي دي، خو منظور پښتين په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې پر دوى يې ډېر زيات تشدد کړى دى.

يوې سرچينې خبريال خبرې اجانس ته ويلي دي، چې په کويټه کې هم د هغه پښتنو پر ضد ايف آى آر جوړ شوى دى، چې کومود پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاريون کړى و.

د پاکستان پوځ، استخبارات او حکومت له پښتنو په لړزه کې دى، که يوې خواته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلويانو ته په ټيليفون دړکې ورکوي، نو بلخوا يې په دې خلکو د غدارۍ ټاپې هم لګولي دي او ټول حکومت او رسنۍ د دوى پر ضد لګيا دي، خو بيا يې هم پښتون ژغورنې غورځنګ ته زيان ونه رسولى شو، نو اوس يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو په نيولو پيل کړى دى.

د لاهور جلسې نه يوه ورځ مخکې د شپې ناوخته يې د لاهور د يوه هوټل څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مشران او پلويان هم نيولي و، چې پکې علي وزير، عصمت شاه جهان او نور شامل ول، خو بيا شپږ ساعته وروسته يې بېرته پرېښودل، ځکه د دوى له نيولو سمدستي وروسته پښتنو په لاريونونو پيل وکړ، چې دوى مجبوره شو او دا خلک يې بېرته راپرېښودل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *