یکشنبه , جون 24 2018
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخــــــــه)عاطف مومند لاروی

غزل(پښتو ادب برخــــــــه)عاطف مومند لاروی

غــــــــــزل

ـــــــــــــــ

لرې ستا له څنګه زندګې مې ده
ځکه ړنګه بنګه زندګې مې ده

ښه شوه چې غرور او تکبر نه کړم
شکر چې ملنګه زندګې مې ده

زړه په دې یوه خبره ډېر ښه شي
ډکه چې له ننګه زندګې مې ده

شپه او ورځ دې غېږ کې غځونې کړم
تا ســـــــره کړنګه زندګې مې ده!

زه خو د سپین عشق د جنون خوند ګورم
چا ویل؟ چې بدرنګه زندګې مې ده

ستړي پړاوونه یې وږمې شیندي
څه لونګ لونګه زندګې مې ده

هسې “لارويه” بېلتون وخوړه
نوره ګني دنګه زندګې مې ده

شاعر عاطف مومند لاروي نه په مننې سره!

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *