دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / پاکستان / په افغانستان کې ټول ترهګریز بریدونه د ای ایس ای له لوري ترسره کېږي

په افغانستان کې ټول ترهګریز بریدونه د ای ایس ای له لوري ترسره کېږي

په افغانستان کې ټول ترهګریز بریدونه د ای ایس ای له لوري ترسره کېږي. د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني رییس امرالله صالح ویلي، چې په افغانستان کې دداعش ډله نشته ده او هر څه چې روان دي د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای تر مستقیم مدیریت لاندې مخ ته ځي. دده په وینا حقاني شبکه، طالبان او نورې ډلې خپل ترهګریز بریدونه لا هم د ای ایس ای په لارښوونه ترسره کوي او د عامو افغانانو ژوند اخلي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دداعش ډلې تر نامه لاندې کوم کسان چې فعالیت کوي د پاکستان د استخباراتي ادارې روزل شوي کسان دي او هدف یې هم د افغانستان نا امنه کول دي. نوموړي د ملي یووالي پر حکومت غږ کړی، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره دې کوټلي، عملي او هر اړخیز ګامونه اوچت کړي او د پاکستان لاس دې له افغان خاورې لنډ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *