یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / بلوچستان / په کوټه کې دوه شعیه وګړي وژل شوي دي

په کوټه کې دوه شعیه وګړي وژل شوي دي

وسله والو په کوټه کې دوه کسان په ډزو سره وژلي دي. پاکستاني چارواکي وایي، یاده پېښه په کوټه کې د لږکیو شعیه ګانو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو تازه بیلګه یادېږي. د پولیسو په خبره ویشتل شوي کسان پر سړک پلي روان وو چې مخ پټو وسله والو ورباندې برید کړی دی. هغوی وایي ښایي دا کومه هدفي وژنه وي. د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیما ویلي، برید کوونکو له سیمې پښې سپکې کړې خو د موندلو په پار یې د پولیسو هڅې روانې دي. بلخوا داعش ډلې د یادې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *