دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / پاکستان / اېلس ويلز د پاکستاني چارواکو سره د امريکا د سويلي اسيا په تګلاره خبرې کړي

اېلس ويلز د پاکستاني چارواکو سره د امريکا د سويلي اسيا په تګلاره خبرې کړي

د امریکې د بهرنيو چارو د سويلي اسیا استازې د پاکستاني لوړو پوړو چارواکو سره ليدلي او د امریکا د سويلي اسيا دپاره اعلان کړې تګلارې د عملي کولو او سيمه کې د امنيت په سر يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

اسلام اباد کې د امريکا سفارتخانې په خپل بيان کې ویلي، اېلس ويلز د دوشنبې/ ګل په ورځ د اسلام اباد په سفر کې د پاکسان د بهرنيو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره ليدلي دي.

سفارتخانې ويلي په دغو ليدنو کې ويلز د امريکا د سويلي اسيا دپاره جوړې شوې تګلارې عملي کولو او د سیمې د امنيت او ثبات دپاره روانو هڅو کې په پرمختګ خبرې اترې کړي دي.

سفارتخانې د خپل بيان سره د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ د سويلي اسيا دپاره د ۲۰۱۷م د اګست په ۲۱م د اعلان کړې تګلارې لينک هم خپور کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغو ليدنو په اړوند کوم تفصيلي خبر نه دی ورکړی يواځې د بهرنيو چارو وياند محمد فېصل په ټويټر د اېلس ويلز او تهمينه جنجونه يو ګډ عکس خپور کړی او د ليدنې يې ويلي دي.

د پاکستان ځايي رسنيو د بهرنيو چارو د دفتر د سرچينو لخوا ويلي چې د دواړو استازو په ليدنه کې کوم نوی پرمختګ نه دی شوې او د تيرې ليدنې په ايجنډا خبرې شوي خو دوه نورې مسلې پکې شامل کړی شوي دي.

ځايي ميډيا وايي په دغو مسلو کې يوه په امريکا کې د پاکستان په استازو بغېر د اجازته په ګرځېدو بندېز او بل په اسلام اباد کې د امريکايي سفارتخانې د يو کارمند لخوا په ګاډي د يو تن وژنه شامل دي.

ايلس ويلز له دې وړاندې د مارچ د ۲۸م نه تر درېم اپرېل پورې د يوې اوونۍ پورې د پاکستان سفر کړی ؤ.

د جنوبي اسيا دپاره د امریکايي تګلارې په اړوند مېرمن ويلز پاکستان ته په دغه سفر کې ورياده کړې وه چې په خپله خاوره د موجودو ټولو ترهګرو نوغی اوباسي، او په دوه اړخيزه اقتصادي او سوداګريزو چارو باندې يې هم ورسره خبرې اترې شوې وې.

مېرمن ويلز افغانستان کې د سولې راوستو په لړ کې د پاکستان د کردار په اړه ويلي ؤ،

“د تاشکند د غونډې په تناظر کې د افغانستان د سولې په تړاؤ د پاکستان د رول په اړه په نړيواله کچه د موافقې يادګېرنه کړې او ويلي يې ؤ پاکستان د امریکې په ملګرتيا کولو د افغانستان دسولې په لړ کې رول لوبولی شي”.

ويلز په داسې حال کې د يوې میاشتې نه په کمه موده کې د پاکستان دوه ځله سفر وکړو چې پاکستان د افغانستان په اړوند د امريکا د سخت فشار سره مخ دی او د دواړو هېوادونو اړيکې تاؤژنې دي.

امريکا تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې او افغان طالبانو ته پناه ورکړې او د اګست ۲۰۱۷م د سويلي اسيا او افغانستان دپاره اعلان کړې تګلاره کې صدر ټرمپ ويلي امريکا به نوره د پاکستان په دې چلند غلې پاتې نشي.

د روان کال په لمړۍ ورځ صدر ټرمپ په يو ټويټ کې ويلي پاکستان په تيرو ۱۵ کلونو کې د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي دي.

له دغې وروستو امريکا د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *