دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ټوېټر اکاونټ د تیرې شپې راهسې بند کړی شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ټوېټر اکاونټ د تیرې شپې راهسې بند کړی شوی.

د منظور پشتین ټوېټر اکاونټ بند شوی

د پشتین د ټوېټر بندیدلو اعلان منظور پشتین په خپل فیس بک پاڼه په یو پیغام کې کړی وو او لیکلي يي وو چې زما ټوېټر اکاونټ کار نه کوي.

د دغه اعلان وروسته په ټولنیزو رسنیو په خاصه توګه په ټوېټر یو شمیر خلکو د منظور پشتین د اکاونټ بندیدل غندلي او د ټوېټر د چارواکو نه يې د دغه اکاونټ پرانستلو غوښتې پېل کړې.

په ټوېټر یو شمیر مدني فعالینو د ټوېټر د چارواکو نه غوښتلي چې د منظور پشتین اکاونټ دې بیرته پرانستل شي.

د پاکستان په مطبوعاتو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسو جلوسونو ته د خپریدو اجازه نشته او د غورځنګ لخوا په لاهور او پېښور کې شوو لویو لو جلسو له هیڅ ځاېې نه دی ورکړی شوی.

پښتون تحفظ مومنټ او د دغې مشر منظور پشتین یواځې په ټولنیزو رسنیو لکه فیس بک او ټوېټر خپل پیغامونه او وینا ګانې اولس ته رسوي او یا په نړیوالو مطبوعاتو د دغو خبرونه خپریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *