یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / فاریاب:د جمعیت ګوند مهم قمندان وژل شوی دی

فاریاب:د جمعیت ګوند مهم قمندان وژل شوی دی

د فارياب ولايت امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د اسلامي جمعيت ګوند اړوند د ولسي پاڅون ځواکونو مهم قوماندان جنرال غلام فاروق قاطع په المار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې وژل شوى دى. د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې طالبانو تېره شپه د المار ولسوالۍ د شيرينک سيمې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي او کله چې جنرال فاروق قاطع د پوستې ملاتړ ته روان شو، نو ټانک يې پر دوو بوشکه يي ماينونو ور برابر شو. يورش زياته کړه چې په دې پېښه کې د جنرال فاروق پر وژل کېدو سربېره درې نورو پوليسو ته هم د جګړې پر مهال مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي سرچينې وايي چې جنرال فاروق قاطع د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور اعتمادي کس و او په تېرو ١٦ کلونو کې د دولت د وسله والو مخالفينو او جنبش ګوند له اړوندو قوماندانانو سره د نښتې اصلي لوری بلل کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *