یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کابل ښار کې بمې چاودنه شوې ده

کابل ښار کې بمې چاودنه شوې ده

نن ماښام د کابل ښار په دوهمې امنیتي حوزه کې د ماین د چاودنې له امله د ملي پولیسو یوه سرتېري تپي شوی.

د کابل د امنیه قومانداني ویاند حشت ستانکزي وایي، پیښه د دوهمې امنیتي حوزې اړوند عبدالرحمن جومات ته څېرمه رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې پیښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې او په ترڅ کې یوه پولیس سرتېری ټپي شوی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې عیني شاهدانو له دې وړاندې ویلي وو چې د ښار په مرکز کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپل بریدونو ته زور ورکړي.

نن سهار د کابل ښار د کمپني په سیمه کې هم وسله والو د ملي پولیسو پر یوه پوسته برید کړي و چې د چارواکو له مخې د برید په ترڅ کې دوه تنه پولیس سرتېري ټپیان شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *