دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا: طالبان دې له خپلو مرکزونو افغانستان ته ستانه شي، جګړه دې بس کړي

امریکا: طالبان دې له خپلو مرکزونو افغانستان ته ستانه شي، جګړه دې بس کړي

طالبان دې په بهرنیو هېوادونو کې له خپلو امنو مرکزونو افغانستان ته ستانه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي جان سولیوان چې دمګړی ددغه وزارت چارې سمبالوي، ویلي طالبان دې نور په افغانستان کې روانه جګړه نه اوږدوي. دده په خبره طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړي دي، خو ددغو عملیاتو اعلان او د جګړو پيل ته هېڅ اړتیا نشته ده. د سولیوان په خبره طالبانو ته په کار ده، چې په نورو هېوادونو کې له خپلو امنو مرکزونو افغانستان ته ستانه شي او د ولسمشر غني په خبره په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي. هغه همدا راز ویلي چې که طالبان په جګړو لاس پورې کړي نو کړنې به یې د امریکا او افغان ځواکونو له لوري بې ځوابه پاتې نه شي. دغه لوړپوړي امریکايي ديپلومات همدا راز ویلي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د هغو افغانانو ملاتړ کوي، چې په خپل هېواد کې ژوند کوي، ولسواکي غواړي او د ښې راتلونکې په تمه دي. نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د خپل هېواد په ابادۍ کې دې برخه واخلي، له جګړو دې لاس واخلي او د افغان حکومت د سولې وړاندیز دې ومني. د سولیوان په خبره د طالبانو روانه جګړه او د نوو عملیاتو اعلان هېڅ ډول توجیه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *