دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د ارزګان د والي ويان نایاب ادعا کړې چې طالبانو د يو استاد په ګډون پنځه کسان وژلي

د ارزګان د والي ويان نایاب ادعا کړې چې طالبانو د يو استاد په ګډون پنځه کسان وژلي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکو ادعا کړې چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د ارزګان د لوړو زده‌کړو د مؤسسې د استاد فشم ګل په ګډون ۵ کسان وژلي.

د والي ویاند دوست محمد نایاب پرون چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان وسله‌والو طالبانو هغه مهال وژلي کله چې یاد کسان له ترینکوټ نه کندهار ښار ته پر لارې و.

نوموړی وايي چې وسله‌والو طالبانو دغه کسان د نامعلومو دلایلو له مخې وژلي.

نایاب زیاتوي چې وژل شوي کسان ۲ تنه هټۍوال دي او یو استاد دی او پاتې دوه نور هم عام خلک وو.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *