یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / مومند ايجنسي: د پاکستاني طالبانو په بريد کې درې پوځيان وژل شوي

مومند ايجنسي: د پاکستاني طالبانو په بريد کې درې پوځيان وژل شوي

په قبايلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د افغانستان پولې ته نږدې د طالبانو سره په نښته کې درې سرتيري وژل شوي.

د پاکستان پوځ ويلي دي چې طالبانو پولې ته نږدې په پاکستاني پوسته باندې بريد ترسره کړ چې سخت ځواب يې ورکړل شو،
پوځ ادعا کړې چې په ځوابي ډزو کې درې وسلوال وژل شوي، خو د طالبانو لخوا دغه خبره رد کړی شوې او ويلي يې دي چې شپږو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د ياد بريد پړه په سيمه مې فعاله د پاکستاني طالبانو ډلې حزب الاحرار قبوله کړې او زياته کړې يې ده چې دغه بريد د ابن قاسم عملياتو برخه ده.

ياده دې وي چې پاکستان د افغانستان لخوا د ترهګرو د هر ډول تګ راتګ بندولو لپاره په پوله د ازغن تار لګولو لړۍ پېل کړې او په يو شمېر سيمو کې دغه کار بشپړ شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *