دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / په ايران کې د شرق ورځپاڼې مسؤل مدير مهدي رحمانيان د ښځو د سپکاوي په تور نيول شوی دی.

په ايران کې د شرق ورځپاڼې مسؤل مدير مهدي رحمانيان د ښځو د سپکاوي په تور نيول شوی دی.

په ایران کې د اصلاح غوښتونکو د یوې ورځپاڼې “شرق” مسؤل مدیر مهدي رحمانیان ونیول شو.

رحمانیان د یوه راپور دخپرولو له امله چې په مشهد کې د فحشا د ادعاوو په اړه و، نیول شوی دی.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا پرون شنبه وویل چې د راپور تر خپرېدو وروسته، ډېرو کسانو پر “شرق” ورځپاڼه انتقادونه وکړل او ادعا یې وکړه چې په مقاله کې دښځو سپکاوی شوی دی.

ایسنا په مشهد کې د څارنوالۍ د مرستیال حسن حیدري په حواله ویلي چې د “شرق” ورځپاڼې مدیر مهدي رحمانیان به په توقیف کې پاتې کېږي او مدعیانو ته به د تاوان جبرانورکوي.

د ایران رژیم په دوامدار ډول ژورنالیستان، بلاګ لیکونکي او د بشري حقونو فعالان نیسي او په زندانونو کې یې اچوي.

د ایران حکومت په هغه هېواد کې پر زیاتو وېبپاڼو، بلاګونو او د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو بندیز لګولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *