یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / پاکستان / پي ټي اېم نن د سوات په کبل سيمه کې اولسي غونډه راجوړه کړې ده

پي ټي اېم نن د سوات په کبل سيمه کې اولسي غونډه راجوړه کړې ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي که څه هم په سوات کې د ننۍ (اتوار د ورځې) اولسي غونډې دپاره د دوي په وړاندې خنډان جوړ کړی شوي خو دوي تیارۍ بشپړ کړي او نن ماسپښين به اولسي غونډه پېلوي.

د پي ټي اېم يو مشر محسن داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د اولسي غونډې “تيارۍ خو نزدې بشپړ کړی شوي دي او زمونږ هسې هم ډېر ضرورت نه وي يو سټېج جوړول وي د هغې دپاره کنټېنر پکار دی که راته مېلاؤ شو ښه، کنه په ګراؤند کې يوه چبوتره شته هلته به سټېج جوړ کړو”.

پي ټي اېم نن د سوات په کبل سيمه کې اولسي غونډه راجوړه کړې ده.

هغه وويل “د غونډې دپاره د کمپاين په مهال وخت په وخت د پي ټي اېم غړي سيکيورټي ايجنسيو والا تنګ کړي، فوټوان به يې ورله ویستل او نورې دغه ډول مسلې به يې ورته جوړولې خو د دغې باوجود دوي خپل کمپاين کړی دی”.

هغه زياته کړه ځينې خلک د غونډې دپاره کبل ته رارسېدلي خو ډېر اوس په لارو راروان دي او دوي ته خبر ترلاسه شوی چې د “درګۍ په چيک پوسټ باندې ځينې خلک تنګ کړی شوي او ډېر ودرول شوي چې وخت پرې تير کړی شي خو د جنوبي پښتونخوا، وزيرستان او نورو سيمو نه خلک په لويه شمېره کې راروان دي”.

هغه وويل د جلسې دپاره اول د کرسيانو درک نه ؤ خو دوي بيا راپېدا کړي دي او زياته يې کړه د پي ټي اېم په جلسو کې خلک په ځمکه هم کښيني، ولاړ وي که هر څنګه حالات او موسم وي دوي موجود وي.

ښاغلي داوړ وويل، اولسي غونډې ته یې زيات هغه عام خلک راځي چې له دې وړاندې يې د سياسي ګوندونو سره زیات تړاؤ نه دی پاتې شوی او دوي د سياسي ګوندونو د ځايي مشرانو سره هم ليدلي خو دا چې حلسې ته به يې راځي که نه، دا به د جلسې په وخت مالوميږي.

هغه زياته کړه په سوات کې هم د نورو پښتنو سيمو په رنګ ډېری خلک ورک دي او دوي ته يواځې په سوات کې د دوه زره کسانو ويل شوي چې ورک کړی شوي او درک يې نه دی مالوم.

محسن وويل د ننۍ جلسې د امنيت دپاره د دويي د ځايي مشرانو د پوليس سره خبره شوي او پولیس هم هلته موجود دي د امنيت زياته مسله ورته نه ښکاري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *