یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کابل بریدونه، د ازادۍ راډیو درې خبریالان وژل شوي

کابل بریدونه، د ازادۍ راډیو درې خبریالان وژل شوي

(له ښي خوا) د ازادۍ راډیو درې خبریالان محرم درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ د کابل په بریدونو کې وژل شوي

.

د کابل د دوشنبې د ورځې په ځانمرګو بریدونو کې د ازادۍ راډیو درې خبریالان عباد الله حنانزی، سباوون کاکړ او محرم درانۍ وژل شوي.

تر دې مخکې چارواکو یوازې د حنانزي او درانۍ د وژنې تصدیق کړی وو. کاکړ په ژوبل حالت کې په روغتون کې وو چې وروسته یې سا ورکړه.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې ځانمرګو حملو کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۴۹ ټپيان دي.

چارواکي وايي، د دوشنبې پر سهار لومړی برید په نهمه امنیتي حوزه کې وشو. لږه شېبه وروسته بله حمله هم وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډيو ته وویل چې دویم ځانمرګي بریدګر د خبریالانو په جامه کې وو چې ویډیو کیمره هم ورسره وه، د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب اداره وايي، په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

اژانس فرانس پرېس وايي، د دوی یو عکاس شاه مری فیضي هم په وژل شویو کې شامل دی.

خبریالان په دویم برید کې ووژل او ژوبل شول
خبریالان په دویم برید کې ووژل او ژوبل شول

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په شش درک کې حملې غندلې او په یوه خبرپاڼه کې یې لیکلي چې پر خبریالانو او نورو ملکي وګړو حملې وحشیانه، غیر انساني او غیر قانوني کار دی.

کمېسيون پر هغو ډلو چې پر بې ګناه وګړو خونړۍ حملې کوي، غږ کړی چې له داسې جنایتونو لاس واخلي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی وايي چې په کابل کې په چاودنو کې د بېلا بېلو رسنیو خبریالان وژل شوي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر مشال راډیو ته وویل دا حملې د افغانستان د خلکو او د افغانستان د ازادۍ د دښمنانو کار بللی او غندلی یې دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې حملې وغندلې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني یوه کمیسون ته سپارښتنه کړې چې د زخمیانو څارنې ته پام وکړي.

داعش وسله والې ډلې د حملو ذمه واري منلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *