شنبه , مې 26 2018
کور / خبرونه / آی ایس آی تور لګولی چې د منظور “پشتین” د مرګ پلان په افغانستان کې جوړ شوی دی

آی ایس آی تور لګولی چې د منظور “پشتین” د مرګ پلان په افغانستان کې جوړ شوی دی

د پاکستان د استخباراتو يا آى ايس آى يو ټلويزيون دعوه کړې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د وژنې پلان جوړ شوى دى او لکه د نور کله په څېر يې دا تور هم په افغانستان لګولى دى او ويلي يې دي، چې دا پلان په افغانستان کې جوړ شوى دى.

که څه هم په اوسني وخت کې د منظور پښتين د وژنې هڅه د پاکستان پوځ او آى ايس آى ونکړي، ځکه که چېرته داسې هڅه وکړي، نو خپل ګرېوان ته به اور واچوي، لکه څنګه چې منظور پښتين ټول پښتانه په ځان راټول کړي دي، همداسې يې ورته د تاوتريخوالي د نه کولو په اړه هم ويلي دي، خو که چېرته آى ايس آى يا د پاکستان پوځ داسې يو څه پلان جوړوي، نو دا به ورته ډېره ګرانه تمامه شي.

د پاکستان پوځ او استخبارات غواړي چې مخکې له مخکې د منظور پښتين د وژنې تور په افغانستان ولګوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دې هم اوس يو څه له احتياط څخه کار واخلي او د منظور پښتين د امنيت لپاره دې يوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړي، تر څو په هر حالت کې د منظور پښتين تر څنګ وي.

د پاکستان رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو هېڅ خبر نه خپروي، د دې خبر خپرولو لامل يواځې او يواځې همدا دى، چې د پاکستان د پوځ او آى ايس آى په ذهن کې حتماً يو څه ګرځي، نو د منظور پښتين ملګري دې هر څه ته ډېره پاملرنه کوي او پښتانه دې هم خبر وي، چې خداى مه کړه، که هر څه پېښېږي، تر شا به يې د پاکستان د پوځ او آى ايس آى لاس وي.

(خبریال خبرې اجانس نه په مننې سره)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *