شنبه , مې 26 2018
کور / خبرونه / عربي نړۍ / ترکیې په پلازمېنه انقره کې مېشت د اسراییلو سفیر ته د وتلو امر کړی دی.

ترکیې په پلازمېنه انقره کې مېشت د اسراییلو سفیر ته د وتلو امر کړی دی.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، سفیر ایټن نیح د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن ور غوښتی و او ترې ویې غوښتل چې له ترکیې ووځي.
رویټرز بیا د ځینو سرچینو په حواله لیکي چې اسراییلي سفیر د لږ وخت له پاره ایستل شوی دی.
نیح د اسراییلو له لوري د لږ تر لږه شپېتو فلسطینیانو د وژلو له امله ایستل شوی دی. د اسراییلي پوځ د ډزو او اوښکې بهوونکي ګاز له امله نږدې درې زره فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.
له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر طیب اردګان له اسراییلو او امریکا ترکي سفیران ور غوښتي وو. ویل کېږي چې دوی یې د مشورې له ور بللي دي.
پرون امریکا په بیت المقدس کې په رسمي ډول خپل سفارت پرانېست چې ورسره د فلسطینیانو په مظاهرو کې زیاتوالی راغی.
د بشري حقونو د نړیوال سازمان په ګډون ګڼو هېوادونو پر فلسطینیانو د اسراییلو زور زیاتی غندلی دی.
د امریکا له لوري د سفارت د پرانېستې مراسمو ته نږدې نوي هېوادونه ور بلل شوي وو چې دري دېرش هېوادونو بلنه ومنله او د انګلستان، فرانسې، جرمني، روسیې او ګڼو نورو پیاوړو اروپایي او اسیایي هېوادونو استازو په کې ګډون و نه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *